شكاګو 29 اکتوبر(اے پي پي)د امريكې خارجه وزير جان كېري وئېلي دي د سوريې بحران هواري لپاره واشنګټن ته د ايران او روسيې د مرستې ضرورت دے۔د امريكې خارجه وزير جان كېري د دې خبرې اعتراف وكړو چې سوريې بحران په پوځې طاقت نه شي حل كېدې٬د دې بحران حل لپاره د ايران او روس د مرستې سخت ضرورت دے۔جان كېري پھ شيكاګو كښې د نړيوالو اړيكو كونسل د سوريې بحران حل پھ سر خط ووئيل د ځينو ناكامو باوجود دا حقيقت په خپل ځاې دے چې د سوريې بحران په سفارتي توګه هوارېدې شي۔جان كېرې ووئيل ډېر حلق پھ دې خبره باور لري چې د سوريې بحران د طاقت د لارې نه شي حل كېدې۔