
اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي شېخ رشيد د لال حوېلي څخه بهر يو څو كسان راغونډولې شي او تېره ورځ هم هغه د ډي اېس اېن جي د چت څخه خبريالانو ته خطاب كړې۔د جمعې پھ ورځ شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل شېخ رشيد نيولے شوے نه دے او نه حكومت داسې څه اراده لري۔ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري ده كومه به چې پوره كولې شي او چا ته به د فساد اجازه ور نه كړې شي٬د آئين او قانون خلاف ورزي كونكو په ضد به قانون خپله لار خپلوي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت پخوا د پاكستان تحريك انصاف په ټول هېواد كښې پھ پرامن جلسو هېڅ بندېز نه دې لګولې او نه يې څه كريك ډاؤن كړې خو اوس عمران خان د اسلام آباد لاك ډاؤن خبرې كوي چې ورسره په نړيواله كچه د هېواد پھ اميج منفي آغېز پريوځي۔ده ووئيل جمهوري نظام كښې امن ناكه احتجاج د ټولو حق دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان په بني ګاله كښې نظر بند نه دے۔