د نړيوالې ورورولۍ د كشمير په كشاله بې حسي او مصلحت د افسوس وړ دے

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د آزاد کشمیر اولس مشر مسعود خان وئيلي دي د نړيوالې ورورولۍ د كشمير په كشاله بې حسي او مصلحت د افسوس وړ دے٬ نړيواله ورورولي دې په شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو خبر واخلي٬ د كشمير كشاله ځانګړې ده او د نړيوالو نورو شخړو سره دا موازنه نه كړې شي ۔د آزاد کشمیر اولس مشر مسعود خان دا خبرې د ناروے پارلمان كښې امن لپاره د فاٶنډېشن ډائيلاګ تر سېوري لاندې ” د امن او بشري حقونو” په سرخط سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ سېمينار كښې “د آرټ آف لونګ” موسئس هندو روحاني لارښود سري روي شنكر هم ګډون وكړو ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې مسعود خان ګډون كوونكو ته د كشميريانو د خپلواكۍ حق په لړ كښې په روانو هلو ځلو بريفنګ وروكولو سره د هندي پوځ لخوا په كشميريانو د زور زياتې او د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې ۔ده ووئيل د پېلټ ګنز كارولو په سوب تر اوسه د سلو نه زيات كشميريان بصارت څخه محرومه شوې ۔ده په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوې د كشميريانو جراتې هلو ځلو موازنه ترهه ګرۍ سره ونه كړي ۔ ده د كشمير كشالې هواري له په خبرو كولو هم ڼېنګار وكړو۔