د پاكستان نېوي مشر اېډمرل محمد ذکاء اللہ د تركيې د سمندري بېړۍ ټي سي جي بايو كاډا څارنه وكړه

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان نېوي مشر اېډمرل محمد ذکاء اللہ د تركيې د سمندري بېړۍ ټي سي جي بايو كاډا دوره كولو سره په بېړۍ كښې موجود د ترك مشن كمانډر سره ملاقات كړې۔ په دې موقع په پېشه ورو چارو تفصيلي خبرې شوې او د تركيې د بحريې د آپرېشنل صلاحيتونو ئې ستائنه وكړه۔په دې موقع ده ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې اړيكي لرې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې مرسته دې اړيكو ته وده او استحكام وركولو له خاص اهميت لري۔ په دې موقع د سمندري ځواك مشر د ترك سمندري بېړۍ نورو چارواكو سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع اېډمرل ذکاء اللہ ته د پاكستان په دوره راغلې د تركيې د سمندري ځواك په سمندر كښې د شريك وبحري مشقونو تفصيلاتو نه هم خبر كړې شو۔ پاکستان كښې د تركيې د سفارت اعلٰې چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د ترك سمندري ځواك راتږ سره به د دواړو هېوادونو ترمېنجه دفاعي اړيكې او سمندري مرسته لا تقويت ومومي ۔