
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د هند په تندۍ سره زيات شوې اتومي پروګرام د سيمې امن او استحكام له سخت خطر دے٬ پاكستان كښې د هند لاس وهنه ثابت شوې٬پھ دې لړ كښې ټول ډوزيئر به په مناسب وخت ملګرو ملتونو ته وړاندې كولې شي٬هندې سفارتكار سرجيت سنګ پھ داسې هلو ځلو كښې ككړ ؤ كومې چې زمونږ د قامي سلامتيا په ګټه نه وې٬مقبوضه كشمير كښې دا وخت د هند عسكرو شمېره لس لكه څخه زياته ده٬نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو خبر واخلي٬د ټولو ترهه ګرو په ضد بې امتيازه كاروائي كوو٬ پاكستان پھ افغانستان كښې امن لپاره د ټولو ګامونو مرسته كوي۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د جمعې پھ ورځ پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ووئيل د هند به تندۍ سره زيات شوې اتومي پروګرام د سيمې امن او استحكام له سخت خطر دے٬په 2008 كښې د نيوكليئر سپلائرز ډلې د اړخه هند له وركړی شوې استثنٰی نه يوازې د عدم پهېلاو رجيم ساك ته زيان رسولې بلكې ګټه يې هم مجروح كړی او سوئېلي آسيا كښې په ستراتېژېكي استحكام منفي آغېز مرتب شوې۔پاكستان كښې د تخربي هلو ځلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د هند په پاكستان كښې لاس وهنه ثابت شوې او پھ دې اړه مونږ شواهد لرو ۔وياند ووئيل د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو څخه ترلاسه شوي شواهد مرتب له دستاويزات شكل وركړی شوي او دا به په مناسب وخت ملګرو ملتونو ته وړاندې كولې شي۔وياند د هند د اړخه پھ اېل او سي او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ خلاف ورزۍ غندنې كولو سره ووئيل هند دې د 2003 كښې د سيز فائر لوظ نامې احترام وكړي او د وګړو املاك په نښه كولو څخه دې ډډه وكړي٬ ده ووئېل مقبوضه كشمير كښې پھ بې ګناه كشميريانو د ظلم څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره دا ډول كاروائي كېږي۔وياند ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو شمېره لس لكه څخه زياته شوې او د كشميري اولس سختۍ ورځ په ورځ زياتېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده په ډاګه كړه چې زمونږ امنيتي ځواكونه د ترهه ګرو په ضد بې امتيازه كاروائي كوي۔وياند ووئيل پاكستان پخپله د ترهه ګرۍ ښګار دے٬پاكستان كښې د تخربي هلو ځلو لپاره ترهه ګرو له غېر ملكي فنډ وركړی كېږي۔ ده ووئېل په كوئټھ ترهه ګرۍ اوسنۍ پیښه د دې ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل د حقاني ډلې كمانډر سراج الدين حقاني افغانستان كښې وژلې شوې ؤ۔د دې څخه دا په ډاګه شوې چې حقاني ډله چرته ده د ٬پاكستان هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې د ګډون په حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب دوياند ووئيل د دې پروسيس مقصد د سيمه ايزو هېوادونو پھ اشتراك سره افغانستان كښې امن او استحكام راوستل دي۔ده ووئيل مونږ به پھ دې لړ كښې خپل كردار ترسره كوو۔وياند ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف راروانه مياشت به د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون كوي۔(ص ف/ض ض/وس/1749)