د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سوات كښې د جديدې سائنسي لېبارټري جوړولو اعلان

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پي پي) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سوات كښې د جديدې سائنسي لېبارټري جوړولو اعلان كولو سره وئېلي دي د پي سي اېس آئي آر سائنسمدارو د هېواد خام مال په سائنسي بنيادونو تحقيق كولو سره قيمتي كړي٬بېلې كارخانې خپل څيزونه برامد كولو سره هېواد لپاره زرمبادله ګټي۔ده د جمعې پھ ورځ د سائنس اينډ ټېكنالوجي وزارت ذيلي ادارې ټي سي اېس آئي آر د سيوري لاندې معاشي پرمختګ كښې د پي سي اېس آئي آر كردار او د هغې پھ اثرات يو ورځني سېمينار ته خطاب كولو۔ده هيله څرګنده كړه چې د سائنسي لېبارټرۍ جوړولو سره به دلته د معدنيات٬زراعت او ماربل وغېره تحقيق پھ سائنسي بنيادونو پېل شي۔دې سره به د هېواد برآمدات زيات شي۔ده ووئيل د لېبارټرۍ جوړولو سره به ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔رانا تنوير حسېن ووئيل حلال فوډ اتهارټي جوړه شوې۔دې څخه بايد د غوښې سره مونږ هر ډول صنعتي او زرعي څيزونو سرټيفېكټ ترلاسه كړو۔پھ دې مهال حاجي زاهد د پي سي اېس آئي آر سوات كښې لېبارټرۍ جوړولو لپاره د دوه كناله زمكې وركولو اعلان هم وكړو۔