اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د ساؤتھـ اېشين ټېبل ټېنس فېډرېشن د جنرل كونسل غونډه به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ په مالديپ كښې كېږي۔ په غونډه كښې به د پاكستان ټېبل ټېنس فېډرېشن صدر خواجه حسن ودود د پاكستان نمائندګي كوي۔ په غونډه كښې د اوو هېوادونو استازي ګډون كوي په كومو كښې چې مالديپ٬ پاكستان٬ هند٬ نيپال٬ بهوټان٬ سري لنكا او بنګله دېش شامل دي۔