اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د جوډو قومي لوبډله به په ساوتھـ اېشين چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره د اپرېل په 19مه نېټه نيپال ته ځي۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن نائب صدر او مېډيا ډائرېكټر مسعود احمد خان له مخې چېمپئن شپ به د اپرېل د 20مې نېټې نه تر 24مه نېټه د نيپال په كهټمنډو ښار كښې كېږي۔ د قومي لوبډلې د لوبغاړو د تربيې كېمپ په پاكستان سپورټس كملېكس اسلام آباد كښې روان دے۔ ايونټ لپاره به د قومي لوبډلې اعلان ﴿نن﴾ د ګل په ورځ كولې شي۔