ګولډ كوسټ 14 اپرېل (اے پي پي) رېسلر محمد انعام په كامن وېلتھـ ګېمز كښې پاكستان لپاره وړومبې طلائي تمغه وګټله دغسې طيب رضا د پيتلو تمغه ترلاسه كړې۔ د ريسلنګ په ايونټ كښې پاكستان په مجموعي توګه يوه طلائي او دوه د پيتلو تمغې ترلاسه كړې دي۔ د دې څخه وړاندې محمد بلال د پيتلو تمغه ترلاسه كړې وه۔ په آسټراليا كښې په كامن وېلتھـ ګېمز كښې د خالي په ورځ د ريسلنګ په ايونټ كښې پاكستاني ريسلر محمد انعام د 86 كلوګرام د كېټګري په وړومبې مقابله كښې د آسټراليا رېسلر ته ماتې وركولو سره طلائي تمغه ترلاسه كړې۔