د هند او انګلینډ ميرمنو ډلو ترمينځه دويم ون ډے به د ګل په ورځ کېږي

ناګپور 08 اپریل (اے پی پی) د هند او انګلینډ ميرمنو ډلو ترمينځه دويم ون ډے به د ګل په ورځ ناګپور كښې كېږي۔ هند ته د درې ميچونو سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ وړومبي ميچ كښې د هند ميرمنو ډلې د ښه سيالۍ نه پس په يو وكټ سره کامیابی ترلاسه كړې۔ د دواړه ډلو ترمينځه دريم او آخري ون ډے میچ به په 12 اپریل ناګپور كښې كېږي۔