
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د پرائيوټ حج ټور آپريټرز د حج 2016 په كاميابۍ سره د تكميل ستائنه كولو سره وئېلي دي چې د مذهبي چارو وزارت او “هوپ”به په راتلونكي كښې هم د حج او عمرې د زائرينو خېرښېګړې لپاره كار كوي٬كه د حق او رښتيا شهادت لپاره خپل ځان تيار كړی شي نو په نظام كښې به بهتري راشي٬حج او عمره ايكټ به ډېر زر د پارلمان څخه منظور كړی شي۔د شورو په ورځ د پرائيوټ حج ګروپ آرګنائزرز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې مشاورتي وركشاپ ته د وېنا كولو په مهال د مذهبي چارو وزير ووئيل چې د الله د مېلمنو خذمت كولو سره پرائيوټ حج ګروپ آرګنائزرز كامياب شوي دي او د راتلونكي حج عملياتو او حاجيانو ته د آسانيو وركولو عزم د ډاډ وړ دے۔ده ووئيل چې د مسلمان پھ حېث عقيده لرم چې د حج او عمرې د زائرينو خذمت ډېر لويې سعادت دے٬زمونږ حكومت په نيك نيت او اخلاص سره د پاكستان د حاجيانو خذمت كړی۔هوپ هم د حاجيانو خذمت كړی او په خپلو كښې مو نزدې تماس ساتلې