پاكستان هند سره د كشمير پشمول ټولې شخړی د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي

APP41-26 ISLAMABAD: October 26 – Muhammad Barjees Tahir Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit-Baltistan addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر وئېلي دي چې پاكستان هند سره د كشمير پشمول ټولې شخړی د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي٬هند د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه ناكامه كولو لپاره د بلوچستان پشمول د هېواد پھ بېلا بېلو برخو كښې ترهه ګري كوي٬د پاكستان او آزاد كشمير پشمول به په ټوله نړۍ كښې پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه په ډاګه كولو لپاره(نن)د زيارت په ورځ توره ورځ لمانځلې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔ده ووئيل چې د اكتوبر په 27مه نېټھ كال 1947 كښې هند پھ مقبوضه كشمير قبضه وكړه۔مجاهدينو او قبائېلو هڅې كولو سره آزاد كشمير د هند نه آزاد كړو٬د مقبوضه كشمير په لړ كښې پھ ملګرو ملتونو كښې 13 قراردادونه منظور كړی شوي دي خو ملګري ملتونه يې پھ عملي كولو كښې پاتې راغلې دي او د مقبوضه كشمير پھ اړھ دوه مخي معيار سره مخ شوي دي۔ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو پھ عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله پھ ښه ډول وړاندې كړه۔پاكستان بېلا بېلو هېوادونو ته د پارلمان غړو پشمول پلاوي لېږلې دي چې دغسې د كشمير پھ مسئله د پاكستان دريځ په ډاګه كړي۔ده ووئيل چې د دې پلاو د دورو مثبتې نتيجې راروانې دي۔ده ووئيل چې د اكتوبر 27مه نېټھ د تورې ورځې په توګه لمانځلو لپاره زمونږ حكومت او وزارت ګڼ شمېر غونډې وكړی چې پكښې د وفاقي ادارو نه علاوه د صوبائي حكومتونو استازي هم راوبللې شول او دې ورځې ته حتمي شكل وركړی شو۔ده ووئيل چې دا ورځ به په نړيواله او قامي كچه په ښه ډول لمانځلې شي۔په نړيواله كچه به د پاكستان سفارتخانې پھ دې لړ كښې دستورې جوړوي۔سېمينارونه به كولې شي او نړۍ به په كشمير كښې د حقائقو نه خبرولې شي۔د خبريالانو او پوهانو د مركو د لارې به پھ مقبوضه كشمير ناجائزه قبضه او د پاكستان او كشميري اولس دريځ لاندې كولې شي۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو او د هند د سفارتخانو په وړاندې به احتجاجي لاريونونه كولې شي۔د اسلام آباد پشمول پھ ټولو صوبائي سرښارونو كښې به تورې ورځې په لړ كښې احتجاجي لاريونونه كولې شي۔د كل جماعت حريت كنفرنس تر سيوري لاندې به د هند هائي كمشنر په وړاندې احتجاج كولې شي۔ملګرو ملتونو ته به يادښت وړاندې كولې شي۔د دې ورځې په اړه به په ټي وي او راډيو او مېډيا خاص پروګرامونه خپرولې شي۔د كشمير په اړه به دستاويزي فلمونه هم چلولې شي۔په آزاد كشمير كښې به هم پھ دې لړ كښې ګڼ شمېر دستورې كولې شي۔ده ووئيل چې كشميري اولس او حكومت به نړۍ ته پھ ډاګه كړي چې د هند د جارحيت نه مرغوب نه دي او د پاكستان پشمول د آزاد كشمير اولس د مقبوضه كشمير وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ده ووئيل چې زه به پخپله په مظفرآباد كښې په احتجاجي لاريون كښې ګډون كوم او د وفاقي استازي په حېث به د آزاد كشمير او مقبوضه كشمير اولس سره د يو والي څرګندونه كوم