د سعودي عربستان دمام ښار كښې ډزې – دوه امنيتي اهلكار ووژل شول

ریاض ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) د سعودي عربستان دمام ښاركښې د نامعلومه كسانو په ډزو 2 امنيتي اهلكار وژلې شوي دي۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې ترمخه د دمام الضباب سيمه كښې امنيتي اهلكار خپل ذاتي ګاډي كښې كور ته روان وو چې نامعلومه كسانو په نښه كړه۔ د ډزو پېښې په نتيجه كښې 2 كسه ووژل شول۔ دمام پوليس د دې پېښې پلټنې كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا ډول يوه پېښه تېره مياشت ستمبر كښې هم رامخې ته شوې وه كومه كښې چې 2 اهلكار وژلې شوي وو۔