
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) سناتور اسحق ډار وئيلي دي هېواد كښې اقتصادي استحكام راغلے دے ٬ پاکستان د کاریك هېوادونو ترمېنځه اقتصادي مرستې زياتولو له مهم كردار لوبولې شي٬ اقتصادي لاره مېنځنۍ اسياء ٬ مېنځني ختيز او د افريقې ترمېنځه د رابطې بشپړه موقعې لري٬ د کاریك كاميابۍ سره به د منطقې د اولس ژوند ښه شي۔ ده د شورؤ په ورځ د مېنځنۍ اسيائي سيمه ايزې اقتصادي مرستې وزارتي كنفرنس پرانستې غونډې ته وېنا كوله۔ د پرانستې سېشن كښې وزيراعظم محمد نواز شريف د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ په دې مهال د آسيائي پرمختيائي بانك صدر تائی هیکو نکاؤ هم خطاب وكړو۔ وفاقی وزیر غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته هركلي وئيلو سره د وزارتي غونډې په كولو د آسيائي پرمختګ بانك صدر او د هغه د ډلې هڅې وستائلې۔ وفاقي وزير غونډه كښې ګډون كوؤنكي مئی 2013ء څخه وړاندې د هېواد ناوړه معاشي وضعې او معاشي بحالۍ او استحكام له د اوسني حكومت د هڅو څخه خبر كړه۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې زمونږ حكومت د اقتصادی اصلاحاتو ايجنډا وړاندې كړې د كومې ترمخه چې د ضروري او سختو ګامونو پورته كولو په نتيجه كښې پاكستان مېكرو اكنامك استحكام ترلاسه كړے۔ اسحاق ډار ووئيل هېواد كښې مجموعي ښه والي رامخې ته كېدو په سوب د اوسني حكومت اقتصادي پالېسۍ په نړيواله كچه ستائلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د تېرو درېو كلونو په مهال ټولو لويو اقتصادي اشاريو كښې ښكاره ښه والې راغلې۔ ده ووئيل پاكسان اوس د كاريك هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرستې لا زياتولو له مهم كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهداري به زمونږ د منطقې اقتصادي پرمختګ له د پرېكړې وړ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل كله چې د کاریک 6 راهدارۍ او لوئې بندر ځايونه نړيوالو منډيانو ته رسنه پېل كړي نو دې سره به هغه اسانۍ لاس له راشي كومې چې قامي او نړيوال مسابقت ٬ پېداوار ٬ روزګار ٬ تږ راتږ او د چاپېرچل ښه والي له ډېرې مهمې وي۔ وفاقي وزير د كاريك پروګرام په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د روانو پروژو په وخت ترسره كولو له دې ټول شريك هېوادونه او ګڼ ارخيزه اداره جاتي شريكوال د مرستې د لارې كار تند كړي