
واشنګټن 26 اکتوبر (اے پي پي)امريكائي اولس مشر باراك اوباما به د نومبر په نيمائۍ كښې المان٬ يونان او پېرو ته په سركاري دوره ځي۔ د المان ميديا له مخې اولس مشر اوباما به د دورې په موقع د يونان مشرانو سره په پېښو مالياتي ستونزو خبرې كوي۔ د دې سره به اوباما برلن كښې د ملاقاتونو په مهال د سوريې او يوكرېن د شخړو په سرخط خبرې كوي۔ پېرو كښې د ايشياء پېسېفك اكنامك مرستې كلنې غونډې ته به پام ګرځولې شي۔ د يادونې وړ ده چې امريكا د نومبر په 8مه نيټه صدارتي ټاكنې كېږي۔