امریکا د د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې او منطقه كښې سولې ثبات له د ودې وركولو لپاره د پاكستان د مرستې كولو عزم لري۔ امریکا

واشنګټن 26 اکتوبر (اے پي پي) امریکې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې او منطقه كښې سولې ثبات ته د ودې وركولو لپاره د پاكستاني حكومت د مرستې عزم كړے ۔ دا خبرې د امریکې د خارجه څانګې وياند جان کربي خپل يو بيان كښې كړې۔ وياند د كوئټې پېښه كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي پېښه كښې حق رسېدليو كېډټس د اولس د ځان او مال تحفط لپاره تربيه ترلاسه كوله۔ وياند ووئيل دا يو بزدلانه كاروائي وه او دا خبره هم افسوس وړ ده چې دا د پاكستاني اولس په ضد د ترهه ګرو وړومبۍ كاروائي نه وه ۔ وياند زياته كړه چې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ګڼ شمېر سوېلين او عسكر مړه شوه او د پاكستان اولس په حقيت كښې ترهه ګرۍ سره مخ دے۔ ده ووئيل امريكا په سختو ټكو د دې غندنه كوي او ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوي ٬ امریکا په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس سره ولاړ دے۔ وياند ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې له به د پاكستان پشمول ټولو هېوادونو سره په ګډه كار كوٶ۔