د هند او د انګلستان د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د اپرېل په 6مه نېټه كېږي

ناګپور 02 اپرېل (اے پي پي) د هند او د انګلستان د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د اپرېل په 6مه نېټه په ناګپور كښې كېږي۔ د خبر له مخې د انګلستان د كركټ ښځينه لوبډله د هند په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د دريو يو ورځنو مېچونو سېريز كوي۔ د سېريز دويم مېچ به د اپرېل په 9مه نېټه او دريم مېچ به د اپرېل په 12مه نېټه كېږي