كولمبو 31 مارچ (اے پي پي) د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډلې د سري لنكا ښځينه لوبډلې ته په ټي ټونټي مېچ كښې په 38 منډو ماتې وركولو سره د دريو مېچونو سېريز وګټلو۔ د پاكستان لوبډلې په شلو اورونو كښې د سري لنكا لوبډلې ته د 113 منډو هدف وركړے و خو د سري لنكا لوبلې په ټاكل شويو اورونو كښې د 8 لوبغاړو په سوځېدو يوازې 75 منډې جوړې كړې۔ دغسې پاكستانې لوبډلې د درېو مېچونو دا سېريز د يو په مقابله كښې دوه مېچونه ګټلو سره په خپل نوم كړو۔ د پاكستان لخوا جوېريه خان 38 منډې جوړې كړې۔