کراچۍ 24 مارچ (اے پی پی) د اسلام آباد يونائيټډ او پېښور زلمی كركټ لوبډلو ترمينځھ د پاکستان سپر لیګ (پی ایس ایل) تھری فائنل د مارچ په 25 مه نېټه نېشنل کرکټ سټیډیم، کراچۍ كښې كولې شي۔ د تفصیلات ترمخه د اسلام آباد يونائيټډ كركټ لوبډلې څخه وروستو تېره ورځ پېښور زلمی د اېلی منېټر ټو مېچ كښې كراچي كنګز ته په 13 رنزونو ماتې وركولو سره د پی اېس اېل فائنل له كواليفائي كړې ۔ د دې كركټ لوبډلې مقابله به اسلام آباد يونائيټډ سره وي۔ د پېښور زلمی كركټ لوبډلې مشري به ډېرن سمی كوي او د اسلام آباد يونائيټډ كپتان مصباح الحق دے۔ د پاکستان سپر لیګ فائنل لپاره تياريانې مخ په زياتېدو دي او د مېچ امنيت له سخت انتظامات شوي ۔ مېچ به د پاكستان د معياري وخت ترمخه د شپې 7 بجې پېل كېږي