پنډۍ 11مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) لارښودې مریم نواز وئيلي د ګيدړانو د ويرې نه د مزرو قافلې نه ودرېږي۔ د نواز شريف مقبوليت څخه وېردونكو ناوړه چالونه پېل كړل۔ دې سره د نواز شريف مقبوليت لا سوا شو۔ دښمن ماتې خوړلې ٬ د ماتې زغملو له حوصله او ظرف ته اړتيا وي كوم چې مخالفين نه لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د اتوار په ورځ پنډۍ كښې سوشل ميډيا وركرز كنونشن ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د پنډۍ مزرو ستاسو لارښود بهادر انسان دے۔ د دښمن په سترګو كښې سترګې اچولې شي۔ زه ددغه بهادر لارښود لور يم۔ زه يوه لور هم يوم او ماته د زړه نه تكليف كېږي۔ په دې مهال د لاهور پېښې په اړه مريم نواز ووئيل مخالفين چې څه هم وكړي دوئي ستاسو او د نواز شريف په مينځ كښې راتلې نه شي۔ په ټاكنو كښې د نواز شريف مقابله وكړۍ په پټھ وار مه كوۍ۔ دې ووئيل عمران د ګنده سياست نه سوا هېڅ نه لري۔ دې ووئيل اولس نواز شريف سره دے ٬ اولس كاركردګۍ سره دے او اولس حق٬ ريښتيا او انصاف سره دے۔