اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د خالي په ورځ خېبرپختونخوا كښې د تربېلا څلورمې توسيعي منصوبې پرانسته كوي۔ د منصوبې تر سېوري لاندې د پن برېښنا 470 مېګاواټ درې پېداواري يونټ لګولې شي۔ د 470 مېګاواټ اولنې يونټ د خالي په ورځ خپل پېداوار پېل كوي۔ پاتې دوه يونټ به هم د ګرمۍ پېل څخه وړاندې د برېښنا پېداوار پېل كړي۔ څلورم تربېلا هائیډرو پاور پراجېکټ د موجوده حكومت يوه مهمه كاميابي ده۔ دې پراجېكټ سره به نېشنل ګرډ كښې 1410مېګاواټ برېښنا شامل شي۔ 4مه منصوبه به هېواد كښی د انرجی مکس په لړ كښې مهم كردار ترسره كړي دغسې دا به د سباؤن اوږدې مودې لپاره د برېښنا نرخ استحكام او صارفينو ته تر 30 فيصد د ارزانې برېښنا وركول باوري كولو سره سره د قامي معيشت په پرمختګ كښې هم ډېره مهمه وي۔ دې سره سره د دې منصوبې په نتيجه كښې قامي خزانې ته د كال 300 ملين ډالره ګټه هم وشي۔ د دې منصوبې په وخت پاتې ته رسېدل او اخراجات قابو كول د حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح پاتې شوې كومه چې عامو وګړو ته د اسانيو وركولو په لړ كښې د حكومتي عزم ثبوت دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تربېلا ډېم اسلام آباد څخه د 100 كلوميټر په مسافت دے او دا په اباسين جوړ شوے۔ د دې بند منصوبه په 1976ء كښې بشپړ كړې شوې وه او برېښنا پېدا كولو له 5 ټنلز جوړ كړې شوي دي كومو كښې چې 4 په لېفټ بېنك او 1 په رائټ بېنك جوړ كړې شوې۔ د ټنل 1 څخه تر 3 پېداواري استعدادج 3478مېګاواټ دے كومه څخه چې د كال په سره 15 څخه تر 16 ارب یونټ برېښنا پېدا كېږي۔ ټنل 4 منصوبې څخه به د كال 3.884 ارب یونټ برېښنا پېدا كېږي كومه چې د ملين فرنس آئل كارولو سره د پېدا كېدونكې برېښنا برابر ده۔