ملګري ملتونه 22 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو پوهانو وئيلي دي چې د سوريې پوځ تېر كال په يو كلي د بريد په مهال كمياوي وسلې كارولې دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو پوهانو په يو راپور كښې كړې۔ دا راپور تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې وړاندې كړے شو۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په مارچ كال 2015م كښې په اومناس كلي د بريد په مهال د سوريې پوځ كمياوي وسلې كارولې وې۔ په دې راپور كښې په ادليب او حما ولايتونو كښې د كال 2014م په مهال د دې ډول بريدونو په اړه كوم معلومات نه دي وركړې شوي او نه ذمه وار په ګوته كړې شوي دي۔