يونډي 22 اکتوبر (اے پي پي) په كېمرون كښې د ريل ګاډي په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 55 ته رسېدلې۔ د چارواكو له مخې د پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د پلازمينه يونډي څخه دواله سيمې ته تلونكې د مسافرو رېل ګاډې د پلټنې نه كوز شو۔ د چارواكو له مخې په پېښه كښې 55 مسافر مړه او 600 ژوبل شوي دي۔ د يو شمېر ژوبل شويو كسانو حالت نازك ښودل شوے۔