پورټ الزبتھ 08 مارچ (اے پی پی) د سوئيلي افريقې او د آسټریلیا د کرکټ لوبډلو ترمينځه په څلور ټېسټ میچونو مشتمل د سیریز دويم ټېسټ به (نن) د جمعې په ورځ پيل كېږي۔ آسټریلیا په وړمبي ټېسټ كښې جنوبي افريقې ته په 118 منډو ماتې وركولو سره سیریز كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ د دواړه ډلو ترمينځه دويم ټېسټ به د 9 نه تر 13 مارچ پورټ الزبتھ، دريم به د 22 نه تر 26 مارچ کیپ ټاؤن دغسې څلورم او آخری ټېسټ به د 30 مارچ نه تر 3 اپریل جوهانسبرګ كښې كېږي