د كشمير كشالې سوله ايز هوارے د منطقې امن او پرمختګ له ضروري دے

APP55-21 LONDON: October 21- Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq briefing to British MPs on blatant violation of UN Resolutions by Indian Armed Forces and use of pellet guns on innocent Kashmiris. APP

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سر دار ایاز صادق وئيلي دي د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې سوله ايز هوارے منطقه كښې كلك امن او پرمختګ له ضروري دے٬ پاکستان به د کشمیري اولس اخلاقي ،سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د لندن څخه ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې سر دار ایاز صادق د برتانيې د پارلمان غړي د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د هندي ځواكونو لخوا د پېلټ ګنز كارولو نه خبر كړه۔ په دې موقع لارډز نذير احمد ٬ قربان حسېن او نور پارلماني غړي موجود وو۔ سپيكر ووئيل هندي ځواكونه په مقبوضه وادۍ كښې په مېرمنو او ماشومانو ناوړه ظلمونه كوي كوم چې د بيانولو نه دي۔ده ووئيل د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د كشمير په مسئله يو موټے دي او په دې لړ كښې پارلمان ګڼ شمېر قراردادونه منظور كړي ۔ده ووئيل د پارلمان په اوسنۍ شريكه غونډه كښې د هندي ظلمونو غندنه شوې او د غندې يو قرارداد هم منظور كړې شوې۔ ده ووئيل ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې كشمير كښې د هند لخوا د جبر ٬تشدد او د بشري حقونو د خلاف ورزيو بندولو له خپل مركزي كردار ترسره كړي۔