
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي ټولو صوبو ته د څلورم شيډول د فهرستونو يو ځل بيا د جاج اخستو وئېلې شوي دي ٬فورت شيډول كښې شامل ټول كسان پاكستانيان دي٬هغوي د شناختي كارډ او شهريت څخه څنګه محرومه كېدې شي او داخله وزير اړوندو محكمو ته سپارښتنه وكړه چې راتلونكي دا ډول پريكړو څخه په بشپړه ډول ډده وكړې او دا عمل سم كړی۔د جمعې پھ ورځ د پاكستان دفاع كونسل پلاوي مولانا سميع الحق په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د امنيت پشمول پھ مجموعي ملكي وضعه د خيالاتو تبادله وشوه۔پھ دې موقع چوهدري نثار علي خان ووئيل د هېواد امنيت وضعه ښه كولو له د هڅو قدر كوو خو ځينې عناصر اسلامي نظريات او اسلامي قوتونه په نښه كوي٬حكومت دې نوټس واخلي۔ده ووئيل دين د پاكستان طاقت٬عزت او ايمان دے٬د نړۍ كوم هم طاقت دين د پاكستان څخه جدا كولې نه شي۔ ده ووئېل پاكستان په اسلامي نظريه جوړ شوے ؤ او انشاﺀ الله په دې نظريه به قائم او دائم ولاړ وي۔ ده ووئېل ټولو صوبو ته به وئېلي شي چې د څلورم شيډول د لسټونو بيا جاج واخلې۔په څلورم شيډول كښې شامل ټول شخصيات پاكستانيان دي٬ هغوي د شناختي كارډ او شهريت څخه څنګه محرومه كېدې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان اړوندو څانګو ته سپارښتنه وكړه كه چرې داسې شوي وي نو دا عمل دې سم كړی شي او راتلونكې كښې دا ډول پريكړو څخه دې ډده وكړی شي۔د امنيت په بحالۍ كښې ديني قواؤ كليدي كردار ادا كړی او د ټولو صوبائي حكومتونو سره په ګډه به د ديني حلقو تحفظات لرې كولې شي