
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) نړيوالې مجلې بلوم برګ نيوز وئيلي دي په كال 2018 كښې تر ټولټانكو به د سټاك ماركيټ د 100 انډېكس 60 زره كچه سر كړي٬ د آئي اېم اېف پروګرام كاميابۍ نه پس به د پاكستان حكومت د معيشت پرمختګ لپاره د پورته كړو ګامونو سره د ماركيټ مثبت رجحان لا ښه شي او د چين سرمايه كارۍ سره به دا لا قوي شي ۔ د پاكستان په ماركيټ د بلوم برګ د نوي راپور له مخې د پاكستان سټاك ماركيټ بېنچ مارك 100 انډېكس سږ كال 27 فيصده زيات شوې او د آسياء د كال 2016 د ښه كاركردګۍ جوګه ماركيټ ګرځولې شوې۔ راپور كښې وئيلي شوې دي په كال 2017 كښې په اېم اېس سي آئي اېمرجنګ ماركيټ كښې د پاكستان سټاك اېكسچېنج د ګډون نه پس به لا تندوالې راشي ۔ بلوم برګ خپل راپور كښې د لندن او مېلان پوهانو رائے شامله كړې چا چې منلي وزیراعظم محمد نواز شریف حکومت د ادائیګو زيان مسئله هواره كړې او د زرمبادله پانګې د تاريخ لوړې كچې ته رسېدلې دي چې له مخې به ئې ماركيټ لا ښه شي۔ د بلوم برګ په راپور كښې پوهانو پېشنګوئي كړې چې د كال 2018 كښې تر ټولټانكو نه پس به د سټاك ماركيټ 100 انډېكس 60 زره كچه سر كولې شي۔