ويلنګټن 01 مارچ (اے پی پی) د نوزي لينډ او د انګلينډ د كركټ لوب ډلو ترمينځه د پنځو ميچونو د سيريز درېم ورځنې مېچ به(سبا)د خالي په ورځ په ويلنګټن كښې كېږي۔دواړو لوب ډلو په سيريز كښې يو يو مېچ ګټلې دې۔د دواړو لوب ډلو ترمينځه د سيريز څلورم مېچ به د مارچ په 7مه نېټھ او 5م مېچ به د مارچ په لسمه نېټھ كېږي