دبئي 01 مارچ (اے پی پی) په پاكستان سپر ليګ كښې به(نن)د جمعې په ورځ دوه نور ميچونه كېږي۔د خبر له مخې په متحده عرب اماراتو كښې په روان ټورنامنټ كښې به د ليګ 11م مېچ(نن)د جمعې په ورځ د ملتان سلطان او د كراچي كنګز لوب ډلو ترمينځه كېږي۔په دې ورځ به دوهم مېچ د لاهور قلندر او اسلام آباد يونائيټډ ترمينځه كېږي۔د پي اېس اېل فائنل به د مارچ په 25مه نېټھ د كراچۍ په نېشنل كركټ سټېديم كښې كېږي