حکومت غواړي چې د اولس پېسه په اولس خرڅ كړې شي٬ فاټا كښې د ټېلي كام آسانيو سره به ځائي اولس ته نوي اسانۍ تر لاسه شي۔سناتور تاج اپريدۍ

د یو اېس اېف بنیادي کار د هېواد لرې پرتو سيمو ته د ټېلي كام سروس رسول دي۔ فېصل ستار
پېښور 21 اکتوبر(اے پي پي) ټېلي كميونيكېشن لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ فاټا سېكټرېټ پېښور كښې د سناتور تاج اپريدي په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو سناتورانو شبلي فراز او د غوث محمد خان سره سره د آئي ټي اېنډ ټېلي كام وزارت دوهم سېكتر محمد آفتاب او د یونیورسل سروس فنډ (یو اېس اېف) چیف اېګزیکټو فېصل ستار٬ د باجوړ اېجنسۍ دوهم پولېټيكل اېجنټ محمد علي ٬ د مهمند اېجنسۍ اے پي اے عبداللہ شاہ ٬د اوركزئۍ اېجنسۍ اے پي اے پشمول د فاټا سېكټرېټ د لاء اېنډ آرډر سېكتر عطاء الرحمن هم ګډون وكړو۔ د غونډې اېجنډا فاټا او د بلوچستان لرې پرتو سيمو چرته چې تهري جي او د فور جي پشمول هر ډول موبائل سروس نشته٬ د دې سروس وركولو په اړه جاج اخستل ٶ دغسې چې د سروس په لړ كښې د يو اېس اېف ستونزې هوارولو له ګامونه پورته كړې شي۔ د كمېټۍ چيِئرمېن تاج اپريدي ووئيل حکومت غواړي چې د اولس پېسه په اولس خرڅ كړې شي٬ فاټا كښې د ټېلي كام آسانيو سره به ځائي اولس ته نوي اسانۍ تر لاسه شي ٬ ده ووئېل لس كاله وړاندې دا كار كول ٶ خو د ترهه ګرۍ له امله ونه كړې شو خو اوس په دې لړ كښې ګامونه پورته كولې شي ۔ د یونیورسل سروس فنډ (یو اېس اېف) چیف اېګزېكټو فېصل ستار ووئيل دا د آئي ډي ذېلي اداره ده او د یو اېس اېف بنیادي کاردے چې د هېواد لرې پرتو سيمو ته د ټېلي كام سروس ورسول شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې فاټا په څلورو برخو كښې وېشلې شوې چې پكښې خېبر ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ قطبي وزيرستان او اوركزئۍ اېجنسۍ شاملې دي۔