ضرب عضب عملياتو له امله د بې كوره شويو كسانو ستنېدو عمل به تر 31 دسمبر بشپړ شي

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) ضرب عضب عملياتو له امله د بې كوره شويو كسانو ستنېدو عمل به تر 31 دسمبر بشپړ شي۔د سېفران وزارت له مخې د كډوالو ستنېدو لړۍ روانه ده۔د امنيتي ځواكونو لخوا كليئر كړې شوي سيمو ته د كډوالو ستنېدو سلسله روانه ده۔چارواكو له مخې د ضرب عضب له امله د ځپلې شويو كډوالو ستنېدو عمل به سږ كال تر 31 دسمبر بشپړ كړې شي۔خپلو سيمو ته بېرته ستېندونكو كسانو له 25 زره روپۍ وركړې كېږي دغسې لس زره روپۍ د كرايه لپاره هم وركړې كېږي