آكلینډ 24 فروری (اے پی پی) نیوزی لینډ او انګلینډ كركټ ډلو ترمينځه په 5 يوه ورځنو نړيوالو میچونو سیریز كښې وړومبنې میچ په 25 فروری هملټن كښې كېږي، د انګلينډ ډله وړاندې څخه نیوزی لینډ كښې موجود ده چرته چې هغوي د درېو هېوادونو ټی ټونټی سیریز كښې برخه لرله ، د انګلينډ ډلې سیریز كښې په څلورو كښې يو ميچ كښې كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د دواړه ډلو ترمينځھ ون ډے سیریز به په 25 فروری پيل كېږي، دويم ون ډے به 28 فروری، دريم به په 3 مارچ، څلورم به په 7 مارچ دغسې 5م او آخري میچ به پھ 10 مارچ كولې شي۔