د افغانستان او د زمبابوے ترمېنځه دويم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

شارجه 10 فروری (اے پي پي﴾ د افغانستان او د زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په شارجه كښې كېږي۔ د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې د افغانستان لوبډلې وړومبې مېچ ګټلې دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم مېچ به د فرورې په 13مه نېټه٬ څلورم مېچ به د فرورې په 16مه نېټه او پنځم مېچ به د فرورې په 19مه نېټه كېږي۔