وزیراعظم شاھد خاقان عباسی(نن)د خالي په ورځ د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ پرانسته كوي د منصوبې اولني يونټ پايې ته رسېدو سره به 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي كومه به چې د چترال په شمول د خواؤ شا سيمو د توان حاجت ترسره كړي

اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاھد خاقان عباسی(نن)د خالي په ورځ د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ پرانسته كوي د منصوبې اولني يونټ پايې ته رسېدو سره به 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي كومه به چې د چترال په شمول د خواؤ شا سيمو د توان حاجت ترسره كړي۔ چترال كښې د كال 2015ﺀ سخت سېلاب څخه وروسته وفاقي حكومت واپډا ته هدايت كړې وو چې ددې منصوبې اولنې يونټ پايې ته زر تر زره رسولو سره دې چترال او خواؤ شا سيمو ته برېښنا وركړې شي دغسې چې د لرې پرتو او ګرانو سيمو د سماجي او اقتصادي پرمختګ حاجتونه ترسره كړې شي۔ د منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې برېښنا د چترال او خواؤ شا سيمو د توان حاجت څخه درې چنده زياته ده۔ ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ سره به چترال كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي چې ورسره به د قامي معيشت استحكام سره سره په قامي ګرد كښې پاكه او ارزانه برېښنا شاملولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ګولن ګول منصوبھ چترال ته نزدې په مستوج درياب جوړولې شي چې مجموعي پېداوار ئې 108 مېګاواټ دے ۔ دلته به د برېښنا پېدا كولو درې يونټه لګولې شي۔ اولنې يونټ پايې ته رسېدلې او دويم او درېم به تر مئ ورسي۔ دې منصوبې سره به هر كال 436 ملین یونټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله شي او دې منصوبې څخه به هر كال د 3.7 ارب روپو ګټه ترلاسه شي۔ د منصوبې منظور شوي پي سي ون ترمخه په دې منصوبه به 29 ارب روپۍ مصرف كولې شي او د واپډې خپلو وسيلو سره سره یو اېس اېډ،سعودی فنډ فار ډوېلپمنټ ، کوېت ډویلپمنټ فنډ او او پی ای سی فنډ فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ واپډا د دې منصوبې پايې ته رسولو له بشپړه مرسته كوي۔