په مانسهره كښې په ټرافيكي پېښه كښې 3 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) په مانسهره كښې په ټرافيكي پېښه كښې 3 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه د شورو په ورځ په نواز آباد سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو ګاډې ژورې كندې ته پرېوتو او په نتيجه كښې ئې درې مسافر په ټكي مړه او 6 ژوبل شول۔ د پوليسو له مخې ژوبل شوي كسان د مانسهره سول روغتون ته رسول شوي دي