د كوم هم هېواد د جغرافيې او پولو حتمي تعين ملګري ملتونه كوي۔ د ګوګل مېپ يا ددې ډول نجي ادارو لخوا جاري كړې شويو نقشو كښې د پولو بدلون هېڅ معنی نه لري۔ د سېفران وفاقي وزير لېفټیننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ قامي اسمبلۍ كښې د پام ګرځونې نوټس ځواب

اسلام آباد۔ 25 جنوری (اے پی پی) د سېفران وفاقي وزير لېفټیننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي ګلګت بلتستان ٬ آزاد كشمير او مقبوضه كشمير د ملګرو ملتونو په نقشه د پاكستان او هند ترمينځھ متنازعه سيمه ده بياهم د پاكستان لخوا جاري كړې شويو نقشو كښې ګلګت بلتستان او آزاد كشمير د پاكستان برخه ښودلې شي۔ د كوم هم هېواد د جغرافيې او پولو حتمي تعين ملګري ملتونه كوي۔ د ګوګل مېپ يا ددې ډول نجي ادارو لخوا جاري كړې شويو نقشو كښې د پولو بدلون هېڅ معنی نه لري بياهم كه داسې څه وي نو خارجه وزارت ته به د ګامونو پورته كولو ووايو۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د شهريار آفريدي او نورو غړو د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې جنرل (ر) عبدالقادر بلوچ ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل 1948ء كښې د منظور كړې شوي قرارداد نمبر 242 ترمخه ګلګت بلتستان/ آزاد جموں و کشمیر او مقبوضه جموں کشمیر متنازعه سيمه ده۔ ځينې آئی اېن جی اوز او انډین لابی دا نقشه سركولېټ كوي۔ چرته چې زمونږ سفارتي نمائندګي وي مونږ دا پورته كوؤ۔ كه نجي ادارې په دې كار كوي نو زمونږ په دې كنټرول نشته۔ شهریار آفریدی ووئيل جی آئی اېس سسټم د پاکستان د سلامتيا په اړه مهمه معامله ده۔ د يوې پوښتېن په ځواب ده ووئيل د هېوادونو جغرافيه او پولې ملګري ملتونه اعلان كوي۔ كه دغلته زمونږ په حدود اربعه كښې كوم بدلون وي نو بيا مونږ ذمه وار يو۔ كه په ګوګل یا كومې بلې نجي ادارې كښې داسې كوم عكس په نظر راځي نو بيا مونږ له بېدارېدل پكار دي۔ خارجه وزارت دې په لړ كښې فعاله كردار ترسره كړي۔ د شيريں مزار د پوښتنې په ځواب كښې عبد القادر بلوچ ووئيل داسې كه كومه نقشه وي هغه دې راكړې شي دا به مونږ د خارجه وزارت په نوټس كښې راولو