اېډېلېډ 25 جنوري (اے پي پي) د نړيوال چېمپئن آسټراليا او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه څلورم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د جنورې په 26مه نېټه په اېډيلېډ كښې كېږي۔ د انګلستان لوبډلې د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې 3 مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز پنځم او وروستې مېچ به د جنورې په 28مه نېټه كېږي۔