د سوئيلي افريقې او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ پېل كېږي

جوهانسبرګ 23 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او د هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ په جوهانسبرګ كښې پېل كېږي۔ د سېرېز وړومبي دوه مېچونه د سوئيلي افريقې لوبډلتې ګټلي دي۔ د ټېسټ سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه شپږ يو ورځني او درې ټي ټونټي مېچونه هم كېږي۔