اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ(ن)مركزي كونسل وزيراعظم محمد نواز شريف د مقابلې نه غېر د ګوند صدر ټاكلې دې ۔د نهې په ورځ اسلام آباد كنونشن سنټر كښې د ګوند ټاكنې وشوې چې پكښې د هېواد څلورو واړو صوبو٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او وفاقي پايه تخت څخه تعلق لرونكو 1950 د مركزي كونسل غړيو وزيراعظم محمد نواز شريف د مقابلې نه غېر صدر وټاكلو۔چيف الېكشن كمشنر چوهدري جعفر اقبال د ګوند ټاكلې شويو عهدېدارو اعلان وكړو۔ده ووئيل محمد نواز شريف صدر ټاكلو لپاره د ګوند لخوا 12 كاغذونه جمع كړي شوي وو كوم چې د جانچ پړتال په مهال درست منلې شوي خو د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مقابله كښې يو كس كاغذونه جمع كړي وو كوم چې د ګوند آئين شق 120 ترمخه ځكه رد كړې شوي چې هغه د دې كونسل غړې نه ؤ۔ده ووئيل دغسې د نورو مركزي عهديدارو كاغذونه منظور كړې شوي او د هغوي په مقابل كښې هم چا كاغذونه نه دي جمع كړي۔د دې په سوب هغوي د مقابلې نه غېر ټاكلې شوي۔د مسلم ليګ(ن)نوي ټاكلې شوي صدر محمد نواز شريف به د ګوند آئين ترمخه د ټاكلے كېدو نه پس د ګوند عمومي سېكتر او دوهم عمومي سېكتر په چوكو د غوره شويو غړيو اعلان د دې نه پس كوي۔ راجه محمد ظفرالحق د ګوند چيئرمېن سناتور مشاهد الله خان د اطلاعات سېكتر او سناتور پروېز رشيد د مالياتو سېكتر په چوكو بې د مقابلې وټاكلې شول دغسې د مسلم ليګ(ن)د مقابلې نه غېر ټاكلې شوي دوهم صدرانو كښې د خېبرپښتونخوا څخه سرتاج عزيز او سرانجام خان٬د بلوچستان څخه چنګيز مري او سردار يعقوب خان ناصر٬سندھ څخه امداد چانډيو او د آزاد كشمير څخه سردار سكندر حيات شامل دي