
واشنګټن 18 اکتوبر (اے پي پي)د امريكائي ډيموكرېټك ګوند څخه تعلق لرونكې صدارتي كانديدې هېلري كلنټن او ري پبلكن ګوند صدارتي كانديد ډونلډ ټرمپ ترمينځه درېمه او آخري مباحثه(نن)د شورو په ورځ لاس ويګاس ښار كښې كېږي۔د امريكې مېډيا له مخې د اولسي رايو څخه معلومېږي چې ډونلډ ټرمپ د هېلري كلنټن څخه وروستو دے او(نن)د شورو په ورځ مباحثه د دوي لپاره آخري موقع ثابتېدې شي ٬هغه په صدارتي هلو ځلو كښې بدلون راولي او په ټاكنو كښې د دريو څخه هم كمې اونۍ پاتې دي۔رئيل كليئر پالټكس لخوا شويو تازه اولسي جائزو څخه بريخې چې هېلري كلنټن د ډونلډ ټرمپ څخه 6.4 فيصد پوائنټ وړاندې روانه ده