70 لاکھ وګړو ته كورونا وېكسين لګولې شوي دي۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت

ریاض۔19اپرېل(اے پی پی) د سعودي عربستان د روغتيا وزارت وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د وېكسين لګولو عمل روان دے او تر دې دمه 7 ملينه وګړو ته كورونا وېكسين لګولې شوي دي۔ خپل يو بيان كښې د سعودي عربستان د روغتيا وزارت ووئيل هېواد كښې كورونا وېكسين لګولو له 580 مرکزونه جوړ كړے شوي دي۔ په وېكسين لګوؤنكو كښې بهرني وګړي هم شامل دي۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت د “ګام پورته كړۍ” په سرخط يو كمپائن پېل كړے دے چې مقصد ئې وګري په رضاكارانه توګه كورونا وېكسين لګولو ته تيارول او د هغوي رجسټرېشن كول دي۔