
اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وزیر محمد اسحاق ډار وئيلي د ټولو اړوند ډلو په مشاورت د نوې كمپنيز بل 2016 مسوده جوړه كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خزانې ډويژن كښې د قوانينو جاج اخستو په اړه د كمېټۍ مشري كولو په مهال وكړه ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د بېلا بېلو بلونو په مسودو د پېشرفت جاج واخستلې شو په كومو چې قانون سازۍ له غور روان دې۔ د خزانې وزیر ووئيل نوې كمپينز بل به ښه نړيوال معيار خپلولو كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د كاروبار اسانيو باوري كولو ته حكومت وړومبې پاملرنه كوي۔ غونډه كښې د قانون وزير زاهد حامد، انوشه رحمن، اټارني جنرل اشتر اوصاف علي، قانون لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفر اﷲ خان او د وزیراعظم خاص مرستيال خواجه ظهیر احمد ګډون وكړو۔