په سوئيلي سوډان كښې د پوځ او ياغيانو ترمېنځه په نښته كښې 62 كسان مړه شوي دي

جوبا 16 اکتوبر (اے پي پي) په سوئيلي سوډان كښې د پوځ او ياغيانو ترمېنځه په نښته كښې 62 كسان مړه شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې په مړو شويو كسانو كښې د دواړو ډلو كسان شامل دي۔ د پوځ وياند مېډيا ته وئيلي دي چې د پخواني دوهم اولس مشر ريك مچار پلويانو په ملا كال ټاون كښې په يوه پوځي اډه بريد كړے و او د دې نه پس د پوځ او دې ډلې ترمېنځه نښته پېل شوه۔ د پوځ وياند ووئيل چې په دې نښته كښې 62 كسان مره او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔