
اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن كوئټه كښې په اېف سي اهلكارو د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كړې ده ۔د جمعې په ورځ د غندنې خپل پېغام كښې اولس مشر د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا كړې۔اولس مشر ووئيل زمونږ ځوانان د خپلو ځانونو په قرباني وركولو د قام او ملت دفاع كوي او دې لپاره ئې قام ستائنه كوي۔ ده ووئيل د امنيتي اهلكارو قربانۍ به رنګ رواړي او هېواد څخه به ډېر زر د ترهه ګرۍ د لعنت خاتمه وكړې شي۔