
باکو14 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د آذربائیجان اولس مشر سره د پراخه دوه اړخيزه اړيكو پحقله خبرې اترې كړې دي چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اقتصادي او سرمايه كارۍ روابطو په جوړولو ټينګار شوې دې ۔ د جمعې په ورځ د پلاويو په كچ د خبرو نه وړاندې وزیراعظم د پاكستان او آذربائیجان ترمېنځه د ملګرتيا او مرستې خپلولي په تجارتي او سرمايه كارۍ د بدلولو او د نوو رابطو پېل كولو له خوښي ښګاره كړې ده ۔ ده د آذربائیجان اولس مشر د خپل حكومت د توان٬ انفراسټركچر او د برېښنا منصوبو په اړه خبر كړو كومې چې د 46 اربه ډالرو په لګښت د پاك چين اقتصادي لارې له مخې ترسره كولې شي چې پكښې د مېنځنئ آسيائي رياستونو سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې شته۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل زمونږ حكومت د شريكې سوكالۍ د لارې پراخه سيمه ايزو رابطو لپاره عزم لري او مېنځنۍ آسياء ټولو رياستونو سره قوي روابط جوړوي۔ دواړو اړخو په نړيوالو چارو٬ د سوئيلي آسياء په وضعه او په خاص توګه د مقبوضه كشمير پحقله هم خبرې اترې وكړې۔ پاکستان او آذربائیجان خپلې نزدې سياسي اړيكې په ټولو څانګو او په خاص توګه معيشت ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او د دفاع په مېدان كښې په كوټلې مرسته د بدلونو د عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم د مقبوضه كشمېر په شخړه د آذربائیجان د مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل كشمير د ملګرو ملتونو نامكمله اېجنډا ده كومه چې د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې هوارول غواړي ۔ اولس مشر الهام علیوف د آذربائیجان دورې په بلنه قبولو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل مونږ پاکستان سره اقتصادي مرسته قوي كولو له خوښي لرو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې پراخه مرسته پكار ده۔ ده ووئيل مونږ د شريكې ګټې په ټولو مسئلو د يو بل مرسته كوٶ۔وزیراعظم نواز شریف په تود هركلي او مېلمستيا د آذربائيجان حكومت او اولس مننه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل آذربائیجان ښه پرمختګ كړې كوم چې د ستائنې وړ دے بايد آذربائیجان ټولو پرمختګ كوٶنكو اسلامي هېوادونو له رول ماډول وګرځي۔ دې څخه وړاندې اولس مسر الهام علیوف د وزیراعظم صدارتي محل ته په رسېدو هركلے وكړو او وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔