
باکو 14 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف له د جمعې په ورځ د باكو سټېټ پوهنتون لخوا د پي اېچ ډي اعزازي ډګري وركړې شوې ده ۔ د پوهنتون رېكټر ابیل محرمدوف د جمعې په ورځ يوه دستوره كښې وزيراعظم له دا ډګري وركړې ده ۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وزیراعظم د پي اېچ ډي په اعزازي ډګري وركولو د باكو پوهنتون د انتظاميې مننه كولو سره ووئيل پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه اړيكې په تاريخي ٬ كلتوري او سماجي خپلولو تړلې شوي او د دواړو هېوادونو د اولس د ژوند ژواك يو ډول دے او د دوي قسمت هم د شريكو هدفونو او مقاصدو د لارې جوړېدې شي ۔ وزیراعظم ووئيل د امن د لارې به پرمختګ او سوكالي ترلاسه كولې شي ۔ ده د اولس مشر الهام علیوف په فعال قیادت كښې د آذربائیجان د كاميابيو ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ملګرتيا اړيكې به لا وده وكړي ۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم د پوهنتون د چارو او د كار په اړه خبر كړې شو۔د پاكستان قامي لباس اغوستونكو زده كوٶنكو په دې موقع قامي سرود هم وړاندې كړو۔