هېواد ته د ستنېدونكو رجسټرډ افغان كډوالو شمېره 2 لکه 44 زره ته ورسېده۔ يو اېن اېچ سي آر

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان څخه د افغان كډوالو د بېرته تګ لړۍ روانه ده۔ تېره ورځ 6 زره 12 كسان خپل هېواد ته ورسېدل۔ په مجموعي توګه هېواد ته د ستنېدونكو رجسټرډ افغان كډوالو شمېره 2 لکه 44 زره ته رسېدلې۔ د يو اېن اېچ سي آر نمائنده د جمعې په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل ټول هېواد څخه د رجسټرډ افغان كډوالو د بېرته تګ لړۍ روانه ده او تېره ورځ 6 زره 12 كسان خپل هېواد ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكي افغان كډواله دپېښور او حكوئټې مركزونو څخه تلي دي۔ وياند ووئيل د روان كال په مهال د رجسټر كورنيو هېواد ته د بېرته تګ هدف 4 لكهه كسان مقرر كړې شوي دي۔ بلخوا افغانستان ته ستنېدونكو رجسټر كډوالو ته سړي سر 4 ډالر وركولې شي۔ دوئي ته د خوراك نړيوالو اداره وېړيا خوراك هم وركوي۔