
دبئی 14 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستاني كركټ لوبډلې اوپنر اظهرعلي په اولنو 50 ټېسټ مېچونو كښې تر ټولو زياتې سنچرۍ جوړونكې درېم پاكستان بېټسمېن جوړ شوے۔ اظهر علي د وېسټ انډيز په ضد تېره ورځ تاريخي ډے اېنډ نائټ ټېسټ مېچ كښې سنچري كولو سره د پاكستان لخوا د زياتو سنچرو د سعيد انو او آصف اقبال ريكارډ برابر كړو۔ دې سره سره اظهر علي په اولنو 50 ټېسټ مېچونو كښې 11 سنچرۍ كولو سره درېم پاكستانې پېټسمېن جوړ شو۔ حنیف محمد او یونس خان په خپلو اولنو پچاس ټېسټ مېچونو كښې 12، 12 او محمد يوسف 11 سنچرۍ جوړې كړې وې۔