
دمشق 13 اکتوبر (اے پي پي) د سوريې حلب ښار كښې د ياغيانو په سيمه د روسيې لخوا په بمبارۍ كښې لږ نه لږ 25 كسان مړه شوي چې پكښې ماشومان هم شامل دي۔ د ميديا راپورونو د سوريې حكومت په وېنا عام وګړو ته د ښار څخه محفوظ ځايونو ته منتقل كېدو موقع وركړې شوې۔ تېره مياشت د امريكې او روسيې د ډز بندۍ لوظنامه ماتېدو نه پس په حلب ښار څو ځله فضائي بريدونه شوي دي۔