دبئی ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځھ په درې ټېسټ مېچونو د مشتمل سېريز اولنې تاريخي ډے اېنډ نائټ مېچ (نن) د زيارت ورځې څخه دبئی انټرنېشنل کرکټ سټېډيم كښې پېل كيږي۔ دواړه لوبډلې په اولني ځل ډے اېنډ نائټ ټېسټ مېچ كوي او دا به د كركټ د تاريخ دويم ډے اېنډ نائټ ټېسټ وي۔ دا ډول اولنې ټېسټ مېچ تېر كال د آسټرېليا او نيوزي لېنډ ترمينځھ شوے ؤ۔ د تاريخي ټېسټ تيارۍ لپاره پاكستاني لوبغاړي بشپړ مشق كولو كښې بوخت دي۔ د مصباح الحق لوبډله د 20 اوريز او يو ورځنيز مېچونو ګټلو څخه وروستو ټېسټ مېچ كښې هم حريف لوبډلې ته د ماتې وركولو عزم لري۔ بلخوا وېسټ انډيز هم مشق كوي او دوئي غواړي چې د شل اوريز او يو ورځنيز مېچونو كښې د ماتې خوړلو بدل په دې ټېسټ مېچ كښې واخلي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې نه وړاندې شل اوريز او يو ورځنيز مېچونو كښې پاكستان وېسټ انډيز وائټ واش كړې ؤ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دويم ټېسټ مېچ به 21 څخه تر 25 اكتوبر ابوظهبي او درېم او آخري مېچ 30 اکتوبر څخه تر 3 نومبر شارجه كښې كولې شي۔